عراقچي: د ایراني ملت یووالي وښوده چې هېڅ غلیم پرې نه شي بریالی کېدلی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” ویلي چې د ایران د اسلامي انقلاب د مشر “علي خامنه ای” د جنازې په مراسمو کې د خلکو پراخ ګډون د دې هېواد د ملت د یووالي څرګند ثبوت دی.
عراقچي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د ایراني ولس دغه پراخ ګډون ښيي چې “هېڅ غلیم نشي کولی د دوی پر ارادې او یووالي بریالی شي.”
نوموړي زیاته کړې، چې د مهمو دولتي او مذهبي شخصیتونو د جنازې په مراسمو کې د خلکو پراخ حضور د ایران د سیاسي او ټولنیز ثبات څرګندونه کوي.
د راپورونو له مخې، د علي خامنه اي د جنازې په مراسمو کې د ایران له بېلابېلو سیمو میلیونونو خلکو ګډون کړی و او دا مراسم د سختو امنیتي تدابیرو تر سیوري لاندې ترسره کېږي.
د ایران چارواکي دغه ګډون د “ملت او رهبر ترمنځ د نه شلېدونکي اړیکې” نښه بولي، په داسې حال کې چې مخالف لوري بیا د دغه ډول مراسمو سیاسي اړخونو ته اشاره کوي.



