د ایراني پوځ لوی درستیز: د علي خامنهاي وژل کېدل به بې ځوابه پاتې نه شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز “امیر حاتمي” ویلي چې د هېواد به د اسلامي انقلاب د ستر مشر “علي خامنه اي” د “وینې غچ”اخلي.
نوموړي دغه څرګندونې د علي خامنهاي او د هغه د کورنۍ د غړو د جنازې د مراسمو په څنډه کې، د لوړپوړو پوځي قوماندانانو د حضور پر مهال کړي.
حاتمي په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې د ایران وسلهوال ځواکونه د خپلو مشرانو د وینې د بدل اخیستو لپاره په “لا ټینګه اراده” سره د دښمنانو پر وړاندې ولاړ دي.
هغه زیاته کړې چې د هېواد پوځ او امنیتي ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې چمتو دي او د ملي حاکمیت د دفاع لپاره به خپل دریځ لا پیاوړی کړي.



