مجتبی خامنهاي د امنیتي اندېښنو له امله د خپل پلار په علني جنازه کې ګډون نه کوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
راپورونه وايي چې د ایران د اسلامي انقلاب د مشر علي خامنه اي زوی “مجتبی خامنه اي” د امنیتي اندېښنو له امله د خپل پلار په علني جنازه کې ګډون نه کوي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، ایراني چارواکي د روانو امنیتي ګواښونو په نظر کې نیولو سره د مجتبی خامنهاي د هر ډول عامه حضور او څرګندېدو څخه ډډه کوي.
سرچینې زیاتوي چې د جنازې مراسم د سختو امنیتي تدابیرو تر سیوري لاندې ترسره کېږې او د لوړپوړو دولتي او پوځي چارواکو پراخ ګډون پکې لیدل شوی دی.
تر اوسه ایراني حکومت د مجتبی خامنهاي د نه ګډون په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې، خو دا راپورونه په ټولنیزو رسنیو او ځینو سیمهییزو رسنیو کې خپاره شوي دي.



