د یمني پوځ ویاند: د سعودي الوتکو له لوري د ایراني ملکي الوتکې د ښکته کېدو د مخنیوي هڅه ناکامه شوه

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د یمن وسله‌والو ځواکونو اعلان کړی، چې نن سهار شاوخوا ۵:۲۰ بجې د سعودي جنګي الوتکو هڅه وکړه څو یوه ایراني ملکي الوتکه د صنعا نړیوال هوايي ډګر کې د ښکته کېدو مخه ونیسي.
د اعلامیې له مخې، یادې الوتکې کې له ۲۰۰ څخه زیات ناروغان او ټپیان لېږدول، خو د یمن هوايي دفاعي ځواکونو د توغندیز غبرګون له امله سعودي الوتکې شاتګ ته اړ شوې او ایراني الوتکه په خوندي ډول ښکته شوې ده.
یمني ځواکونو خبرداری ورکړی، که سعودي عربستان بیا د یمن د هوايي حریم د سرغړونې یا د ملکي الوتنو د مخنیوي هڅه وکړي، نو د دوی هوايي ډګرونه او نور حیاتي اهداف به په مستقیم ډول په نښه شي.
په اعلامیه کې همداراز ویل شوي، چې د یمن پر ضد د سعودي او امریکا له لوري لګېدلی محاصره به ونه مني او د هغې د پای ته رسولو لپاره به ټول مشروع اقدامات وکړي.
د یمن وسله‌والو ځواکونو له خلکو غوښتي، چې د خپل مشر عبدالملک بدرالدین حوثي د لارښوونو ملاتړ ته دوام ورکړي او ټینګار یې کړی، چې د هر ډول احتمالي اقدام لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د اعلامیې په پای کې د صنعا نړیوال هوايي ډګر د محاصرې د پای ته رسېدو غوښتنه شوې او د ایران له هغې همکارۍ څخه مننه شوې، چې د ناروغانو او ټپیانو د لېږد او د جنازې په مراسمو کې یې د ګډون مرسته کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button