ملا امير خان متقي او د بنګلدېش د پارلمان رئیس د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، په تهران کې د بنګلدېش د پارلمان له رئیس، حافظ الدین احمد سره په لیدنه کې د افغانستان او بنګلدېش ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، په ځانګړي ډول د سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړي.
مولوي امیر خان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ شته ظرفیتونه د پام وړ بللي او ټینګار یې کړی چې د دغو فرصتونو له اغېزمنې ګټې اخیستنې سره به د افغانستان او بنګلدېش اقتصادي همکاریو ته لا ډېره وده ورکړل شي.
د بنګلدېش د پارلمان رئیس هم د دواړو هېوادونو اړیکې تاریخي بللي او ويلي دي، چې د افغانستان اقتصادي بیارغونه د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره مناسب فرصت برابروي، چې د دواړو هېوادونو په ګټه به تمام شي.



