د بلوڅ وسلهوالو ادعا؛ ۳۰ پاکستاني پوځیان یې وژلي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
بلوڅ ازادي غوښتونکو ادعا کړې، چې د پاکستان د بلوچستان ایالت په ګوادر ښار کې یې د پاکستان د ساحلي ساتونکو پر یوه پوځي کمپ برید کړی دی.
د دغې ډلې په وینا، په یاد برید کې تر ۳۰ زیات پاکستاني سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي. دوی ادعا کوي چې دا عملیات یې د منظمې حملې په توګه ترسره کړي دي.
بل لور ته، د پاکستان پوځ او رسمي امنیتي ادارو تر اوسه په دې اړه هېڅ اعلامیه نه ده خپره کړې او نه یې د یادې پېښې پخلی یا رد کړی دی.
سیمه ییزې سرچینې وایي، چې د پېښې په اړه متضاد راپورونه موجود دي او د مرګ ژوبلې کره شمېر په خپلواکه توګه نه شي تایید کېدای.
دغه برید که تایید شي، د بلوچستان په ګوادر سیمه کې د امنیتي وضعیت د لا ترینګلتیا نښه بلل کېږي، چیرې چې وخت ناوخت د وسلهوالو بریدونو راپورونه ورکول کېږي.



