د ایراني پوځ ویاند: د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره به یوه شېبه هم ځنډ ونه کړو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو مرکزي ویاند “امیر سرتیپ” ویلي، چې د ایران وسله‌وال ځواکونه له اوربند څخه د خپلې دفاعي او جنګي وړتیاوو د لا پیاوړتیا لپاره ګټه اخلي او په دې برخه کې به هېڅ ډول ځنډ ونه کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د هېواد پوځ د دفاعي چمتووالي د لوړولو او د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د مقابلې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې وسله‌وال ځواکونه به یوه شېبه هم بې‌پروا پاتې نه شي او د هېواد د امنیت د خوندیتوب لپاره به خپل ټول امکانات په کار واچوي.
د ایراني پوځ د ویاند دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې سیمه لاهم د امنیتي ترینګلتیاوو له دوام سره مخ ده.

مربوطه مطالب

Back to top button