د ایران ملي امنیت عالي شورا امریکا ته: ایران ته وګورئ همدا هغه هېواد دی چې د نسکورېدو تصورمو کاوه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د ملي امنیت عالي شورا د مذهبي رهبر په جنازه ک ایراني ولس پراخ ګډون ستایلی او امریکا ته یې په خطاب کې ویلي، چې دا هغه ایران ده چې فکر مو کاوه څو ورځو کې به نسکور شي.
یادې شورا په ایکس (پخواني ټویټر) خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د شهید رهبر د جنازې او وروستۍ وداع په مراسمو کې د خلکو پراخ حضور دا څرګندوي چې ایران د بهرنیو فشارونو او ګواښونو پر وړاندې کلک ولاړ دی.
په اعلامیه کې د ایران سیاسي مخالفینو ته په خطاب کې ویل شوي: «دا څو ورځې ایران ته په ځیر سره وګورئ، دا هماغه ایران دی چې تاسو فکر کاوه په څو ورځو کې به یې امریکا او اسرائیل له پښو وغورځوي.»
د ملي امنیت عالي شورا همداراز ادعا کړې چې د خلکو دغه پراخ حضور د مقاومت او د شهید رهبر د وینې د بدل اخیستلو د هوډ څرګندونه کوي.

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې سیمه لا هم له امنیتي او سیاسي ترینګلتیاوو سره مخ ده.

مربوطه مطالب

Back to top button