خلیفه سراج الدین حقاني د ډبلیو ایچ او له پلاوي سره د افغانستان د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا په اړه خبرې کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر “خلیفه سراج الدین حقاني” د (WHO) د ختیځې مدیترانې د سیمهییز دفتر له مشرې، ، او مل پلاوي سره د افغانستان د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
د لیدنې پر مهال د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، د روغتیايي ادارو ترمنځ د همغږۍ او د پولیو ضد واکسین د پروګرامونو د لا اغېزمن تطبیق په اړه بحث وشو.
حقاني پلاوي ته ډاډ ورکړ چې حکومت به د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې هر ډول همکاري وکړي. نوموړي وویل، اوس په افغانستان کې د امنیت له پلوه داسې شرایط رامنځته شوي چې روغتیايي ادارې کولی شي خپلې چارې په پراخه کچه ترسره کړي.
هغه زیاته کړه، افغانان لا هم د روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ دي او روغتیايي خدمتونه د بشري مرستو مهمه برخه جوړوي. د هغه په وینا، اړتیا ده چې په دې برخه کې ګډې هڅې او همکارۍ زیاتې شي او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو پر وړاندې سیاسي ملاحظات خنډ نه شي.



