د عامې روغتیا وزیر له نړیوالو شریکانو د روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره د همکارۍ غوښتنه وکړه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د افغان حکومت د عامې روغتیا وزیر، ، له نړیوالو روغتیايي شریکانو غوښتي چې د افغانستان د روغتیايي سکټور د پیاوړتیا او د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په برخه کې خپلې همکارۍ لا زیاتې کړي.
د عامې روغتیا وزارت په وینا، جلالي د (WHO) په مشرۍ له یوه لوړپوړي پلاوي سره په لیدنه کې د روغتیايي همکاریو، د پولیو پر وړاندې د مبارزې او د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په اړه خبرې کړي.
نوموړي له نړیوالو شریکانو وغوښتل چې په ولسوالیو کې د عامه روغتونونو د جوړولو، د سرطان او زړه ناروغیو د درملنې پروژو پلي کولو او لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو د رسولو په برخو کې همکاري وکړي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي، په دې لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو، د پولیو د له منځه وړلو او د روغتیا په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا هم ټینګار وشو.

مربوطه مطالب

Back to top button