واشنګټن هرمز تنګي کې پر دوو سوداګریزو کښتیو د ایران لخوا بریدونه شوي؛ ولسمشر ټرمپ د پوځي اقدام ګواښ کړی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
راپورونه وايي، د هرمز تنګي په سیمه کې پر دوو سوداګریزو کښتیو توغندیز بریدونه شوي، چې له امله یې سیمه کې امنیتي اندېښنې یوځل بیا زیاتې شوې دي.
د راپورونو له مخې، دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د ایران او لوېدیځ ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د خبرو هڅې روانې دي.
که څه هم ایران تر دې دمه په رسمي توګه د یادو بریدونو مسؤلیت نه دی منلی؛ بل لور
ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که له ایران سره د هوکړې زمینه برابره نه شي، نو د ایران پر وړاندې به پوځي اقدام وکړي او د هغه په وینا، د ایران مسئله به په زور پای ته ورسوي.



