د افغانستان پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ وفات شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
سرچینو کابل ټکی کام ته تایید کړې، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی پیاوړی لوبغاړی شاپور ځدراڼ، چې له څو میاشتو راهیسې له سختې ناروغۍ کړېده او په هند کې تر درملنې لاندې و، وفات شوی دی.

شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ په ملي لوبډله کې د چټک توپ اچوونکي په توګه لوبېده او د خپلې تېزې توپ اچونې، وړتیا او غوره لوبیز استعداد له امله یې په کورني او نړیوال کرکټ کې نوم پیدا کړی و.

د هغه مړینه د افغانستان د کرکټ مینه‌والو او لوبغاړو لپاره یوه ستره ضایعه بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button