مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ نږدې ۱۷۰۰ کډوال افغانستان ته په جبري ډول راستانه شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، په تېره یوه ورځ کې ۲۹۴ کورنۍ، چې ټولټال ۱۶۹۸ تنه کېږي، له بېلابېلو لارو افغانستان ته په جبري ډول راستانه او ثبت شوې دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۵۷ زره او ۱۱۵ راستنېدونکو کورنیو ته د هستوګنې نمرې وېشل شوې دي، څو د هغوی د مېشتېدو بهیر اسانه شي.
راپور زیاتوي، چې د دوشنبې په ورځ راستنېدونکو ته د ثبت، لېږد، نغدي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي په برخو کې اړین خدمات هم وړاندې شوي دي.



