روسي شرکتونو د افغانستان د برېښنا تولید فابریکو کې د پانګونې چمتووالی وښود

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د روسیې د څلورو شرکتونو مسوولینو د دغه شرکت له عمومي اجرائیوي رئیس الحاج ملا عبدالحق همکار سره په لیدنه کې د برېښنا تولید، د تولیدي فابریکو د بیارغونې او عصري کولو په برخو کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې دي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، ملا عبدالحق همکار ویلي، په افغانستان کې د برېښنا سکټور د پانګونې لپاره مناسبې اسانتیاوې شته او شرکت له ټولو پانګه والو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. روسي لوري د ډبرو سکرو، ګاز او حرارتي برېښنا د تولید، د فابریکو د بیارغونې، ظرفیت لوړولو او د نویو توربینونو د نصب په اړه خپل وړاندیزونه هم شریک کړي دي.

د ناستې په پای کې پرېکړه شوې، چې روسي پانګه وال به د برېښنا تولید فابریکو د تخنیکي مطالعاتو او لومړنیو ارزونو بهیر له نږدې پیل کړي او د پانګونې د راجلبولو او ملاتړ له ریاست سره به خپلې ګډې ناستې دوام ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button