د حماس د تسلیمېدو، د غزې د بایللو او د قدس د داعیې د پای ادعا حقیقت لري؟

توحيد اللّٰه کامه وال

په رسنیو کې یوه غوغا جوړه ده چې حماس مات او اسرایلو ته تسلیم شو، غزه له لاسه ووتله او د قدس داعیه د تل لپاره خاموشه شوه …  ایا دا حقیقت لري؟

د ۲۰۲۵ په اکتوبر کې چې د اسرایلو او حماس ترمنځ کوم اوربند وشو د هغې مهمې مادې په لاندې ډول وې:

۱. دواړه لوري به جګړه ودروي.

۲. حماس به پاتې اسرائیلي یرغمل شوي کسان په پړاوونو کې خوشې کوي، او په بدل کې به اسرائیل فلسطیني بندیان خوشې کوي.

۳. غزې ته به د خوړو، درملو، سون توکو او نورو بشري مرستو د ننوتلو لاره پرانیستل کېږي.

۴. حماس موافقه کړې چې د غزې حالت ته په کتلو ورځنی ملکي حکومت یوې خپلواکې تخنیکي فلسطینۍ ادارې (NCAG) ته وسپاري.

۵. د غزې د ویجاړو شویو سیمو د بیا رغونې لپاره به نړیوال ملاتړ او مرسته کوي.

۶. اسرائیلي ځواکونه به له اشغال شوو سیمو په بشپړ ډول وځي.

۷. د حماس د وسلو موضوع

همدا تر ټولو لوی اختلاف دی. اسرائیل غواړي حماس بې‌وسلې شي، خو حماس تر اوسه د وسلو سپارلو ته غاړه نه ده ایښې او وایي دا موضوع د اسرائیلي ځواکونو له بشپږ وتلو او نورو سیاسي تضمینونو سره تړلې ده.

پرون یکشنبه د جولای ۶مه حماس اعلان وکړو چې د حسن نیت په خاطر یې خپله ملکي اداره منحل کړې او د غزې حکومت او ملکي چارې به ټاکل شوې فلسطینۍ ادارې ته سپاري.

البته دا اعلان یې ددې لپاره وکړو چې نړیوالو ته د اسرایلو هغه بهانه ختمه شي چې د غزې د کلابندۍ او عوامو د وژلو لپاره یې کوله.

خو! دا په دې معنی نده چې حماس د قدس له قضیې یا غزې څخه لاس په سر شوی.

حماس د وسلو له سپارلو څخه غوڅ انکار کړی او ویلي یې دي چې په فلسطین کې د یو خپلواک اسلامي حکومت له جوړېدو بغیر به په وسلو تسلیمولو معامله ونکړي.

همدارنګه د علي شعث په مشرۍ د حکومتي چارو کومه کمېټه چې ټاکل شوې غوڅ اکثریت یې د حماس له غړو جوړه ده چې بیا هم حکومتي چارې د حماس په لاس کې پاتې کېږي. پخپله علی شعث د اسرایلو سرسخت مخالف دی او هیڅکله به اجازه ورنکړي چې په غزه او د قدس په قضیه معامله وشي. په همدې علت اسرایل په قاهره کې میشتې کمېټې ته اجازه نه ورکوي چې فلسطین ته داخله او چارې په لاس کې واخلي.

مهمه خبره دا چې د ټاکل شوو مادو له مخې د امنیتي چارو ټولو لېواګانې او د القسام په شمول ډلې به په خپل حال پاتې وي، چې امنیتي چارې بیا هم د حماس په لاس کې پاتې کېږي او دا داسې معنی لري لکه دفاع وزارت، استخبارات او نور امنیتي ارګانونه ټول د حماس په لاس کې وي.

مربوطه مطالب

Back to top button