بلوچستان کې د وسله والو په برید کې ۱۰ پاکستاني پولیس وژل شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د کچ مانګي فیز درېیمې سیمې څخه راپورونه وایي، د خفه بلوچ او پښتون اتحاد وسله والو له لوري پر پاکستاني پولیسو د برید پر مهال لږ تر لږه ۱۰ پولیس وژل شوي او یو شمېر نور تښتول شوي دي.
د ځايي سرچینو په وینا، شاوخوا ۳۰ تر ۳۵ پولیسو په سیمه کې عملیات کول، خو د مهماتو له ختمېدو او د مرستندویه ځواکونو د نه رسېدو له امله د شپې ناوخته د وسله والو لاس ته ورغلي دي. ویل کېږي، پنځه تښتول شوي پولیس بېرته ژغورل شوي او د زیارت د پولیسو یو لوړپوړی افسر، دوه SHO ګان او نور پولیس هم د نیول شویو کسانو په ډله کې شامل وو.
که څه هم ځايي سرچینې د وژل شویو او تښتول شویو پولیسو شمېر تر رسمي معلوماتو لوړ بولي، خو پاکستاني چارواکو تر اوسه یوازې د ۱۰ پولیسو د وژل کېدو پخلی کړی دی.



