د افغانستان د کرنې وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ د کرنیزو همکاریو د پراختیا لپاره هند ته ولاړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ هند ته سفر کړی دی.
د کرنې وزارت ویلي، د دې سفر موخه د افغانستان او هند ترمنځ د کرنې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا او پیاوړتیا ده.
ټاکل شوې چې مولوي عطاالله عمري به له هندي چارواکو سره د کرنیزو اړیکو، د تجربو تبادلې، عصري ټکنالوژۍ او د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button