په کابل ننګرهار او کاپیسا کې د نشه‌يي توکو پر ضد عملیاتو پر مهال ۱۶ تنه نیول شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په کابل او ننګرهار ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال ۱۵ کیلوګرامه نشه‌يي توکي او ۲۴۰۰ د نشه‌يي ګولیو ټابلیټونه کشف او ضبط کړي دي.

د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې درې تنه له ۱۵ کیلوګرامه نشه‌يي توکو سره او په کابل ښار کې یو کس له ۲۴۰۰ نشه‌يي ټابلیټونو سره نیول شوی دی.

همداراز، په کاپیسا ولایت کې ۱۲ تنه د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیول شوي، چې له دوی څخه له ۱۲۰۰ زیاتې نشه‌يي ګولۍ، درې کیلوګرامه چرس، تریاک او شیشه ترلاسه شوي دي. نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button