په بغلان کې د سېلابونو د مخنیوي لپاره د شپږو چکډېمونو جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۶ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د بغلان ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست مسوولین وایي، چې د پلخمري ښار په مرکز کې د شپږو کوچنیو اوبو بندونو (چکډېمونو) د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یاد ریاست رئیس مولوي هدایتالله همدرد ویلي، دغه پروژه د اغاخان بنسټ په مالي ملاتړ د یو میلیون او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د پلخمري ښار د لومړۍ ناحیې په چپ درې سیمه کې پلې کېږي.
نوموړي زیاته کړې، د دغو چکډېمونو له جوړېدو سره به شاوخوا ۲۵۰۰ کورنۍ، کرنیزې ځمکې، استوګنیز کورونه، سړکونه او نور عامه تاسیسات د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.



