ایراني ځواکونو یو ځل بیا خلیج کې امریکایي اهداف په نښه کړل

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران وسلهوالو ځواکونو یو ځل بیا خلیجي هېوادونو کې د امریکا اړوند پوځي اهداف په نښه کړي دي.
د راپورونو له مخې، دغه بریدونه د ایران او امریکا ترمنځ د وروستیو پوځي کړکېچونو په دوام ترسره شوي، خو د بریدونو د دقیق ځای، زیانونو او احتمالي مرګژوبلې په اړه تر اوسه رسمي جزییات نه دي خپاره شوي.
تر اوسه امریکايي چارواکو د دغو بریدونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري او د سیمې د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.



