د پاکستاني پوځ ویاند: څلورو ورځو کې یې ۴۲ پوځیان وژل شوي او د غچ اخیستو یې ګواښ یې کړی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د پاکستاني پوځ ویاند “احمد شریف چودري” ویلي، چې په تېرو څلورو ورځو کې د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو د بریدونو او نښتو پر مهال ۴۲ پوځیان وژل شوي دي.
د پاکستاني د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري، په یوه خبري غونډه کې وویل چې د یادو پېښو په تړاو پلټنې روانې دي، غچ به یې اخلي او یو ځل بیا یې پر افغانستان تور پورې کړی، چې د پاکستان د مخالفو وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي او د هغوی د پناه ځایونو پر ضد لازم اقدامات نه ترسره کوي.
بل لور ته، د افغان حکومت بیا،بیا، د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې دي. افغان چارواکي وایي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي او د پاکستان امنیتي ستونزې د هغه هېواد کورنۍ مسئله ده.

مربوطه مطالب

Back to top button