ابراهیم ذوالفقاري: هر هغه هېواد مشروع هدف دی چې امریکا ترې پر ایران بریدونه کوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” ویاند “ابراهیم ذوالفقاري” ویلي، هر هغه هېواد چې امریکا یې له خاورې یا پوځي اډو څخه پر ایران بریدونه ترسره کوي، د ایران له نظره «مشروع هدف» ګڼل کېږي.
ذوالفقاري ویلي، چې ایران به د خپل ملي امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره هر هغه اقدام وکړي چې اړین یې وبولي او د کوېټ، بحرین، متحده عربي اماراتو او اردن په ګډون به هغو هېوادونو ته مناسب ځواب ورکړي چې د امریکا له پوځي عملیاتو سره همکاري کوي.
د نوموړي څرګندونې په داسې حال کې شوې چې په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ زیات شوی او د دواړو لورو ترمنځ د پوځي اقداماتو او متقابلو بریدونو لړۍ دوام لري.
تر اوسه هغو هېوادونو چې په دې تړاو یې نوم اخیستل شوی، د ابراهیم ذوالفقاري د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.



