په کوېټ او بحرین د ایران تازه بریدونو کې ۱۶ امریکایي اډې ویشتل شوي؛ تهران وایي امریکا سره خبرې پای ته رسېدلي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
ایران د امریکا د تازه هوايي بریدونو په غبرګون کې یو ځل بیا پر کوېټ او بحرین کې د امریکايي ځواکونو پر پوځي اډو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
د ایراني چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې ټولټال ۱۶ امریکایي پوځي اډې په نښه شوې دي. د ایران اړوند رسنیو ادعا کړې چې دا بریدونه د امریکا د وروستیو عملیاتو ځواب و او خپلې موخې یې په بریالیتوب سره ویشتلي دي، خو د دغو ادعاوو خپلواکه تایید لا نه دی شوی.
بلخوا تهران اعلان کړی چې له امریکا سره د خبرو او ړیپلوماتیکو هڅو بهیر پای ته رسېدلی او تر هغو چې پر ایران بریدونه دوام ولري، د مذاکراتو امکان نه شته.
د امریکا او ایران ترمنځ د وروستیو نښتو له امله په سیمه کې کړکېچ نور هم زیات شوی او د خلیجي هېوادونو د امنیت په اړه اندېښنې پراخې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button