د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د رېل پټلۍ او ترانسپورټي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
ملا محمد عیسی ثاني په کابل کې د خواجه عوضوف سره د لیدنې پر مهال د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانسپورټي همکاریو او مهمو زېربنایي پروژو په اړه خبرې کړې دي.
د د افغانستان د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، ملا محمد عیسی ثاني ویلي چې افغانستان او ترکمنستان لرغونې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لري او افغانستان د ترکمنستان له دوامداره همکاریو مننه کوي.
په دې کتنه کې د اقینې ـ اندخوی ترمنځ د لس کیلومتره اوسپنې پټلۍ د جوړولو، د تورغونډۍ بندر د پراختیا، د نویو تاسیساتو د رامنځته کولو، د روانو پروژو د پرمختګ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د انتقالاتو د زیاتوالي په اړه هم بحث او خبرې وشوې.



