نن د جبل السراج د سمنټو د دویمې سترې فابریکې د جوړولو چارې پیلېږي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان د ملي پراختیا شرکت وايي، نن به د پروان ولایت په جبل السراج سیمه کې د سمنټو د تولید د دویمې سترې فابریکې رغنیزې چارې په رسمي ډول پیل شي. دغه شرکت دا پروژه د هېواد د صنعتي کېدو او اقتصادي ځان‌بسیاینې پر لور یو مهم ګام بولي.

د ملي پراختیا شرکت په وینا، یاده فابریکه د هېواد له سترو ملي پروژو څخه ده او تمه کېږي چې د سمنټو د کورني تولید د زیاتوالي او د صنعتي ودې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

د ملي پراختیا شرکت ویلي، د پروان د جبل السراج د سمنټو دویمه ستره کارخونه په عصري او نړیوالو معیارونو طرحه شوې چې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې به د ۵ زره ټنه سمنټو د تولید وړتیا ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button