امریکا پر ایران تازه بریدونه وکړل؛ تهران بیا د هرمز تنګي د تړلو اعلان کړی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د امریکا پوځ اعلان کړی چې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو له لوري په هرمز تنګي کې پر یوې قبرسي بېرغ لرونکې بار وړونکې بېړۍ تر برید وروسته یې پر ایران تازه هوايي بریدونه ترسره کړي دي. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) په وینا، دغه بېړۍ د هرمز تنګي د تېرېدو پر مهال تر برید لاندې راغلې چې له امله یې د بېړۍ د انجن خونې ته درانه زیانونه اوښتي، اور لګېدلی او د عملې یو غړی هم ورک شوی دی.
بلخوا ایران یو ځل بیا د هرمز تنګي د تړل کېدو اعلان کړی او ویلي یې دي چې تر بلې خبرتیا پورې به دغه مهم سمندري مسیر تړلی وي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر اقداماتو توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې واشنګټن او تهران به بیا هم خبرو ته دوام ورکړي، خو که ایران ګواښونه عملي کړي، امریکا به سخت ځواب ورکړي. په همدې حال کې د ایران او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو په مسقط کې د هرمز تنګي د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.


