پکتیکا کې د ۶۰۰ مټریک ټنه ظرفیت لرونکې سړې خونې د جوړېدو چارې روانې دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، چې په پکتیکا ولایت کې د ۶۰۰ مټریک ټنه ظرفیت لرونکې سړې خونې د جوړېدو چارې روانې دي.
د یادې خونې د جوړولو لپاره شپږ جریبه ځمکه ځانګړې شوې او د چارو پرمختګ ۳۰ سلنې ته رسېدلی دی. ټاکل شوې چې دغه پروژه د ۱۴۰۵ لمریز کال په ترڅ کې بشپړه شي.
د اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، د دې سړې خونې پر جوړولو ټولټال ۹۳.۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې له بشپړېدو وروسته به تازه مېوې او کرنیز محصولات پکې وساتل شي او د پکتیکا بزګرانو ته به د محصولاتو د ساتنې په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.


