ابراهیم ذوالفقاري: که امریکا د ایران زیربناوې په نښه کړي، د سیمې ټولې زیربناوې به هدف وګرځوو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د فارس خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران د خاتمالانبیاء مرکزي قرارګاه ویاند “جنرال ابراهیم ذوالفقاري” خبرداری ورکړی چې که امریکا د ایران د زیربناوو د په نښه کولو ګواښونه عملي کړي، ایران به د سیمې مهمې زیربناوې هدف وګرځوي.
ذوالفقاري ویلي، د ایران وسلهوال ځواکونه د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې د ځواب ورکولو بشپړ چمتووالی لري او د اړتیا په صورت کې به د سیمې پر زیربناوو سخت بریدونه ترسره کړي.
نوموړي ټینګار کړی چې د ایران هر ډول پوځي غبرګون به د هېواد د ملي امنیت او دفاعي اړتیاوو پر بنسټ وي.



