ذبیحالله مجاهد د روسیي بهرنیو چارو وزیر ته: داعش ډله افغانستان کې په بشپړه توګه ځپل شوې د اندېښنې اړتیا نشته

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۶ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند “ذبیحالله مجاهد” د روسیې د بهرنیو چارو وزیر “سرګي لاوروف” د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې داعش ډله په افغانستان کې په بشپړه توګه ځپل شوې او هېڅ ډول فزیکي حضور نه لري.
مجاهد ویلي، د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه پر ټول هېواد بشپړ کنټرول لري او د افغانستان ګاونډیان او د سیمې نور هېوادونه باید د امنیتي وضعیت په اړه هېڅ اندېښنه ونه لري.
د نوموړي په وینا، اسلامي امارت ژمن دی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد د ګواښ لپاره ونه کارول شي او د امنیت د ټینګښت په برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي وو، هېواد یې په افغانستان کې د داعش ډلې د شتون او احتمالي پراختیا په اړه اندېښنه لري.


