د تهران-واشنګټن جګړه؛ ایراني ځواکونو د سعودي او بحرین ترمنځ د ملک فهد ستر پل هدف ګرځولی

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۶ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران فارس خبري آژانس راپور ورکړی، چې د امریکا له لوري د ایران په سوېل کې پر څو پلونو تر بریدونو وروسته، ایران د لوېدیزې اسیا په پنځو هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو پراخ توغندیز او بې‌پیلوټه بریدونه کړي دي.
د راپور له مخې، په بحرین، کویټ، قطر، اردن او عراق کې د امریکا پوځي اډې په نښه شوې دي. فارس همدارنګه ادعا کړې، چې د بحرین او سعودي عربستان ترمنځ د ملک فهد پل هم بمبار شوی دی.
فارس د یوه امریکايي چارواکي له قوله لیکلي، چې امریکايي ځواکونو د ایران په سوېل کې څو پلونه په نښه کړي، څو بندرعباس ته د اکمالاتو تګ- راتګ ګډوډ کړي.
د راپور له مخې، د کویټ پوځ ویلي چې د ایران د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو د مخنیوي لپاره یې هوايي دفاعي سیستمونه فعال کړي دي. همدارنګه په بحرین کې د خبرداري زنګونه وهل شوي او د امریکا پنځمه سمندري اډه د احتمالي برید له هدفونو څخه بلل شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button