سپاه پاسداران: سوریه کې مو د امریکايي ځواکونو د عملیاتي قوماندې مرکز په نښه کړ

کابل ټکی کام (جمعه،.۲۶ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” ادعا کړې چې د سوریې په تنف سیمه کې یې د امریکايي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو د قوماندې مرکز په نښه کړی دی.
سپاه پاسداران په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه برید د ایرانشهر په پېښه کې د خپلو سرتېرو د وژل کېدو په غبرګون کې ترسره شوی دی. د دوی په وینا، په برید کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو مرکز، یوه راداري دستګاه، څو پوځي چورلکې له منځه وړل شوي او ګڼو امریکایي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سپاه پاسداران همدارنګه ادعا کړې چې د هرمز تنګي کنټرول لا هم د ایراني ځواکونو په لاس کې دی او تر هغه چې شخړې دوام ولري، له دې سمندري لارې د نفتو او ګازو صادرات به هم دریدلي وي.


