ایراني پوځ کوېټ او اردن کې د امریکا پوځي اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
ایراني پوځ اعلان کړی چې د بېپیلوټه الوتکو په بریدونو کې یې د کوېټ په «العدیري» کمپ کې د امریکا د پوځ د مهماتو یو زېرمتون په نښه کړی دی.
د پوځ په وینا، ایراني ډرونونو د کوېټ په «علي السالم» هوايي اډه کې د امریکا د پوځ د لوی درستیزۍ ودانۍ او د مهماتو زېرمتونونه هم هدف ګرځولي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اردن په «الازرق» هوايي اډه کې د امریکا د پوځ د سونتوکو زېرمتونونه هم د ایراني بېپیلوټه الوتکو تر برید لاندې راغلي دي.
ایراني پوځ خبرداری ورکړی چې هر هغه ځواک چې د ایران د ولس اراده وازمويي، د ایران د وسلهوالو ځواکونو او ولس له کلک عزم او بشپړې چمتووالي سره به مخامخ شي.



