مهاجر فراهي: د واخان کوریډور د ناامنه کولو هره هڅه به له سخت غبرګون سره مخ شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د افغان حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال وزیر “مهاجر فراهي” ویلي، چې د واخان کوریډور د ناامنه کولو هر ډول هڅه به د اسلامي امارت له سخت او پرېکنده غبرګون سره مخ شي.
فراهي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د هېواد کورني او بهرني دښمنان باید پوه شي، چې امنیتي ځواکونه په دې برخه کې بشپړ حساسیت او جديت لري او د هر ډول «شومې ارادې» پر وړاندې به قاطع اقدام وکړي.
نوموړي زیاته کړې، هغه کسان چې د افغانستان اقتصادي پرمختګ نه شي زغملای او د هېواد د پرمختیايي پروژو پر وړاندې خنډونه جوړوي، د ترحم وړ نه دي او د قانون له مخې به ورسره چلند وشي.
د هغه په وینا، د واخان کوریډور امنیت د افغانستان د اقتصادي ودې او سیمه‌ییز اتصال لپاره مهم ارزښت لري او امنیتي ځواکونه به یې د خوندي ساتلو لپاره هر ډول اړین اقدامات ترسره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button