په سعودي د ایران بریدونه؛ په ینبع او الخرج کې د زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
یمني رسنیو راپور ورکړی، چې ایران پر سعودي عربستان بریدونه کړي، چې له امله یې د ینبع او الخرج ښارونو کې زورورې چاودنې اورېدل شوې دي.
تر اوسه د دغو راپورونو په اړه د سعودي عربستان یا ایران له لوري رسمي تأیید یا جزییات نه دي خپاره شوي او د بریدونو د احتمالي زیانونو په اړه هم کره معلومات نشته.
په ورته مهال یمني رسنۍ المیادین د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې برید کې د امریکا قنصلګرۍ او ځینې نور اهداف ویشتل شوي دي که دا راپور تائید شي نو دا به د ایران-امریکا له د روانې څو میاشتینۍ شخړې راهیسې لومړی ځل وي چې ایراني ځواکونه په سعودي کې امریکايي اهدافو باندې بریدونه کوي.



