د یمن مليوني لاریونونه؛ ګډونوالو یې عبدالملک حوثي سره په وفادارۍ ټینګار وکړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ د «مليوني لاریونونو» تر سلیک لاندې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د دغو پراخو ولسي غونډو ګډونوالو د دې غورځنګ له مشر “سید عبدالملک حوثي سره وفاداري، ملاتړ او بیعت یو ځل بیا تازه کړی دی.
په اعلامیه کې راغلي: «خپل ګران مشر ته وایو، د یمن ولس ستا سره پر وفادارۍ، عزت او ملاتړ ولاړ دی، زموږ روحونه دې ستا څخه قربان وي او الله تعالی دې زموږ هغه عملونه ستا د خوښۍ سبب وګرځوي چې ستا سترګې پرې یخېږي.»
د انصارالله د اعلامیې له مخې، دغه څرګندونې د «جمعې د خبرداري او مليوني لاریونونو» د غونډو په ترڅ کې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې پرون د جمعې تر لمانځه وروسته د پلازمینې صنعا په ګډون د دغه هېواد ګڼو ښارونو کې زرګونو کسانو د پراخو لاریونونو په ترسره کولو سره د سعودي عربستان له لوري په دغه هېواد وروستي بریدونه وغندل او د یمن له حکومت یې په ملاتړ ټینګار وکړ.



