سپاه پاسداران: د سعودي امیر سلطان هوايي اډه کې مو امریکايي اهداف په نښه کړل

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک”سپاه پاسداران” ادعا کړې،چې د سعودي عربستان د امیر سلطان هوايي اډه کې یې د امریکا اړوند پوځي اهداف په نښه کړي دي.
سپاه پاسداران په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه برید د بېلابېلو پوځي عملیاتو په لړ کې ترسره شوی او ټاکل شوي امریکايي اهداف یې په بریالیتوب سره ویشتلي دي.
تر اوسه د سعودي عربستان او متحده ایالاتو له لوري د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی، او د برید د احتمالي زیانونو په اړه هم کره معلومات نشته.



