هېواد کې د سونتوکو بیو لوړېدو خلک اندېښمن کړي؛ ولس له حکومت غوښتنه کړې چې بیې کنټرول کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
په افغانستان کې د پټرولو، ډېزلو او اوبلن ګاز د بیو له وروستي لوړوالي سره د خلکو او موټرچلوونکو اندېښنې زیاتې شوې دي.
د کابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، د سونتوکو پرلهپسې لوړېدونکې بیې د کورنیو پر محدودو عوایدو دروند فشار راوستی او د ورځني ژوند لګښتونه یې زیات کړي دي.
د بازار د ارزونو له مخې، په ځینو سیمو کې اوبلن ګاز د ټاکل شوې رسمي بیې خلاف تر ۱۰۰ افغانیو او یا هم په لوړه بیه پلورل کېږي، چې د مصرفوونکو شکایتونه یې راپارولي دي.
بلخوا موټرچلوونکي وایي، د تېلو د نرخونو لوړوالي دوی اړ کړي چې د ترانسپورټ کرایې لوړې کړي، څو خپل لګښتونه پوره کړي.
په همدې حال کې د خصوصي سکټور استازي خبرداری ورکوي، که د سونتوکو بیې همداسې لوړې پاتې شي، نو دا به د ترانسپورټ، خوراکي توکو او د ژوند پر نورو اساسي لګښتونو هم مستقیم اغېز وکړي.
ولس له حکومت غواړي چې د بازار څارنه زیاته کړي، د احتکار او غیرقانوني بیو مخه ونیسي او د سونتوکو بیې تر کنټرول لاندې راولي، څو د خلکو اقتصادي ستونزې نورې زیاتې نه شي.



