د افغانستان او هند د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا په اړه خبرې شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سیدکریم هاشمي په کابل کې د هند له سفیر یتین پټېل سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا په موخه لیدلي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، په دې ناسته کې د صادراتو پراختیا، سوداګریزو اسانتیاوو، د سوداګریزو وېزو د پروسې اسانه کولو، لوژستیکي چارو، کرنې، کانونو او لاسي صنایعو په برخو کې بحثونه شوي دي.

د یادې خونې په وینا، دواړو لوریو د ګډو نندارتونونو جوړولو، سوداګریزو پلاوو د تبادلې او د خصوصي سکټور ترمنځ د اوږدمهاله همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button