خلیل الحیه د حماس د سیاسي مشرتابه ګوندي ټاکنې وګټلې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د حماس اسلامي غورځنګ یوې سرچینې العربیه شبکې ته ویلي، چې د دې غورځنګ د سیاسي دفتر د مشرتابه لپاره د ټاکنو د رایې اچونې پړاو پای ته رسېدلی دی.
د سرچینې په وینا، د لومړنیو پایلو له مخې خلیل الحیه ۱۳ رایې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې خالد مشعل یوازې یوه رایه خپله کړې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې د حماس د سیاسي مشرتابه د ټاکنو وروستۍ او رسمي پایلې به د راتلونکو دوو ورځو په ترڅ کې اعلان شي.


