بهرنیو چارو وزارت لسو ولسوالیو کې د سندونو د تصدیق خدمتونه پیلوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې هېوادوالو ته د کونسلي خدمتونو د اسانتیاوو د پراخولو په موخه به له ولایتونو وروسته په لسو ولسوالیو کې د سندونو د تصدیق خدمتونه هم پیل کړي.

د وزارت د خبرتیا له مخې، دغه خدمتونه به د کابل په سروبي او قره‌باغ، کندهار په سپین‌بولدک، هرات په شینډنډ، بلخ په کلدار (حیرتان)، ننګرهار په مومندرې (تورخم)، هلمند په ګرشک، کندوز په امام صاحب، غزني په جاغوري او پکتیا په څمکنۍ ولسوالیو کې وړاندې کېږي.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې هېوادوال کولای شي د روان کال د زمري میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته خپل اسناد د افغان پوسټ شرکت له لارې د یادو ولسوالیو له څانګو څخه د تصدیق لپاره واستوي او له بشپړېدو وروسته یې له هماغو پوست‌خونو ترلاسه کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button