ایراني ځواکونو د جولای په ۱۷ او ۱۸مه د امریکا پر مهمو پوځي اډو او لوژستیکي مرکزونو بې ساري بریدونه کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران رادیو د خپرو شویو معلوماتو له مخې، ایران د جولای د ۱۷ او ۱۸مې نېټې په ترڅ کې د امریکا او د هغو د متحدینو پر یو شمېر مهمو پوځي او لوژستیکي مرکزونو بریدونه ترسره کړي دي.
د راپور له مخې، په بحرین کې د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ قومندانۍ، د شیخ عیسی هوايي اډه او د لوژستیکي ملاتړ ځینې مرکزونه د بریدونو هدف ګرځېدلي دي.
راپور زیاتوي چې په کوېټ کې هم د عریفجان پوځي اډه، د علي السالم هوايي اډه، د سیګنال او استخباراتو مرکزونه، د لوژستیکي ملاتړ هنګرونه او د الاحمدي بندر ته نږدې د امریکا د اکمالاتي مرکزونو ځینې برخې په نښه شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button