د غزني پوهنتون د طب پوهنځي د ودانۍ پاتې چارې د ۱۹.۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د لوړو زده کړو وزارت وایي، د غزني پوهنتون د طب پوهنځي د ودانۍ د پاتې چارو عملي کار د ۱۹ میلیونه او ۳۰۰ زره افغانیو په ارزښت پیل شوی، چې ټاکل شوې په راتلونکو شپږو میاشتو کې بشپړ شي.
د وزارت په وینا، د طب پوهنځي ودانۍ څلور پوړونه لري او ۲۲ اداري خونې، ۳۱ درسي ټولګي، دوه د ناستو تالارونه او لابراتوارونه پکې جوړ شوي دي. د دې پروژې شاوخوا ۷۰ سلنه چارې مخکې بشپړې شوې وې.
د یادونې وړ ده چې د غزني پوهنتون د طب پوهنځی په ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري منظور شوی و او د ودانۍ د پاتې چارو په بشپړېدو سره به د طبي زده کړو لپاره مناسبې اسانتیاوې برابرې شي.



