سنټکام: په اردن د ایران بریدونو کې دوه امریکایي پوځیان وژل شوي او یو نادرکه دی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د جولای په ۱۷مه نېټه په اردن کې پر امریکایي پوځي اډو د ایران د هوايي بریدونو له امله دوه امریکایي پوځیان وژل شوي او یو بل لا هم نادرکه دی.
سنټکام زیاته کړې، چې په دغو بریدونو کې یو شمېر نور امریکایي پوځیان هم ټپیان شوي، چې له ډلې یې څلور تنه د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او د نادرکه سرتېري د موندلو هڅې هم دوام لري.


