د ایران ستر مذهبي مشر: د ټرمپ لاسلیک هېڅ ارزښت نه لري په امریکا باور تېروتنه ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران ستر مذهبي مشر “آیت‌الله مجتبی علي خامنه‌اي” په یوه پیغام کې ویلي، چې د امریکا له لوري د تفاهم‌لیکونو پرله‌پسې ماتولو ثابته کړې، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لاسلیک هېڅ اعتبار او ارزښت نه لري.
نوموړي ویلي، زورواکي، ټولواکۍ غوښتنه او وحشت د امریکا د سیاست نه بېلېدونکې برخې دي او د واشنګټن په ژمنو باور کول ستره تېروتنه ده.
خامنه‌اي زیاته کړې، چې د امریکا له لوري د ژمنو ماتول یو بل څرګند سند دی چې د امریکا خبرې دروغ دي او پرې باور نه شي کېدای.
هغه ټینګار کړی، چې امریکا د جګړو د پیلولو هڅه کوي، خو باید پوه شي چې د ایران ولس او مقاومت محور به داسې درس ورکړي چې هېڅکله به یې هېر نه کړي.
د ایران ستر مذهبي مشر ویلي، د ایران د سرتېرو زړورتیا او د هېواد د سوېلي سیمو د خلکو مېړانه په وروستیو ورځو کې د هغه درس بېلګې وې چې د امریکایي دښمن به یې تل یادې ساتي.
خامنه‌اي همداراز د ملي یووالي پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، د خلکو او چارواکو د دریځ یووالی د ایران د عزت، خپلواکۍ او د «مجرم او مکار» امریکايي دښمن پر وړاندې د درېدو اساسي تضمین دی.
هغه زیاته کړې، چې په ایران کې د یووالي ساتنه، له اختلافاتو او سیاسي شخړو ډډه کول د ټولو ګډ مسئولیت دی او د چارواکو او د اسلامي انقلاب د وفادارو کسانو رول د هېواد د یووالي او ثبات په ساتنه کې تر بل هر وخت ډېر مهم او حساس دی.

مربوطه مطالب

Back to top button