اقتصادي معاونیت: د افغانستان د غالیو صنعت کې شاوخوا یو میلیون کسان پر کار بوخت دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د افغانستان د غالیو اوبدلو په صنعت کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول شاوخوا یو میلیون کسان پر کار بوخت دي، چې دا صنعت د هېواد له مهمو تولیدي او صادراتي سکټورونو څخه شمېرل کېږي.
د اقتصادي معاونیت په وینا، د تولید شویو غالیو یوازې یوه کمه برخه په کورني بازار کې پلورل کېږي، خو ډېره برخه یې ترکیې، اروپايي هېوادونو او یو شمېر عربي هېوادونو ته صادرېږي.
د یاد معاونیت د معلوماتو له مخې، روان کال له ۷۶۰ زره مربع مترو څخه ډېرې غالۍ بهرنیو بازارونو ته صادرې شوې دي، چې دا کچه د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ لوړه بلل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button