له بېلابېلو لارو ۸۲۹ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وایي، په یوه ورځ کې له بېلابېلو سرحدي لارو ۸۲۹ کورنۍ چې ۴۴۱۵ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، راستنېدونکو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د راپور له مخې، له راستنېدونکو څخه ۵۹۰ کورنۍ چې ۳۱۸۷ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې، له ۵۲۵ کورنیو سره نغدي مرستې شوې او ۸۱۶ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
همداراز راستنېدونکو مهاجرینو ته روغتیايي او نور اړین خدمات هم وړاندې شوي دي.



