کابل کې د ۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت جوړه شوې د نساجۍ فابریکه به په دوو میاشتو کې د ټوکر تولید پیل کړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
په کابل کې د یوه افغان صنعتکار له لوري د څه باندې ۸۰ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونه د نساجۍ ستره فابریکه د بشپړېدو وروستي پړاو ته رسېدلې او ټاکل شوې په راتلونکو دوو میاشتو کې د ټوکر تولید پیل کړي.
د فابریکې مسوولان وایي، دا پروژه پر نږدې ۴۰ جریبه ځمکه جوړه شوې چې د رغنیزو چارو شاوخوا ۹۰ سلنه یې بشپړه شوې ده. د دوی په وینا، فابریکه به په هر ساعت کې د ۵۰ زره متره مربع ټوکر د تولید وړتیا ولري.
د یادې فابریکې په فعالیت سره به ۱۲ زره کسانو ته په درېیو کاري شیفټونو کې د مستقیم کار زمینه برابره شي، چې د هېواد د نساجۍ صنعت او د کارموندنې په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.



