د ریاست الوزراء پلاوي د بګرام زندان وضعیت وارزاوه او له بندیانو سره یې وکتل

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت وایي، د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون پلاوي د بګرام زندان عمومي وضعیت ارزولی او له یو شمېر محبوسینو سره یې لیدنه کړې ده.

فطرت زیاتوي، پلاوي د زندان بېلابېلې برخې کتلي او د بندیانو د ساتنې شرایط، روغتیايي خدمتونه، د خوراکي توکو وېش او د هغوی ستونزې یې ارزولې دي. د نوموړي په وینا، حنفي د زندان مسؤلینو ته سپارښتنه کړې چې د محبوسینو حقوق مراعت، لازمې اسانتیاوې برابرې او د ستونزو حل ته پاملرنه وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button