نیویارک ټایمز: د اردن په ختیځ کې د امریکا پر اډه د ایران برید د امریکایي چورلکو د الوت مخه نیولې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د اردن په ختیځ کې د امریکا پر یوې مهمې پوځي اډې د ایران بریدونو د پام وړ زیانونه اړولي او د امریکایي چورلکو د الوتنو بهیر یې له خنډ سره مخ کړی دی.
د راپور له مخې، بریدونو په اډه کې فزیکي زیانونه رامنځته کړي، چې له امله یې د امریکایي پوځي چورلکو د عملیاتو او الوتنو وړتیا اغېزمنه شوې ده.
تر اوسه د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د دې راپور په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او د بریدونو د زیانونو په اړه یې نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button