سپاه پاسداران: بحرین کې مو د امریکا راداري او دفاعي سیستمونه له منځه وړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” ادعا کړې، چې په بحرین کې یې د امریکا یو دفاعي رادار سیستم په بشپړ ډول ویجاړ کړی او له عملیاتي خدمت څخه یې ایستلی دی.
سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د بحرین په “الرفاع” سیمه کې یې د امریکا د «پاتریوت» هوايي دفاعي سیستم د توغندیز او بېپیلوټه الوتکو د هممهاله برید له لارې په نښه کړی او ویجاړ کړی دی.
اعلامیه کې همداراز ادعا شوې چې دوه د تېلو لېږدوونکې بېړۍ چې غوښتل یې د هرمز تنګي په سوېلي برخه کې د “ناامن مسیر” له لارې تېرې شي، د پراخ اورلګېدنې سره مخ شوې چې د چاودنې لامل شوه او دواړه بېړۍ یې درولې دي.
سپاه پاسداران له سمندري شرکتونو غوښتي، چې د خپلو بېړیو او عملو د خوندیتوب لپاره پام وکړي او د امریکا د پوځ په هغو معلوماتو باور ونه کړي چې د دوی په وینا د ناامنو سمندري مسیرونو د کارولو هڅونه کوي. ټکی کام (سه شنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” ادعا کړې، چې په بحرین کې یې د امریکا یو دفاعي رادار سیستم په بشپړ ډول ویجاړ کړی او له عملیاتي خدمت څخه یې ایستلی دی.
سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د بحرین په “الرفاع” سیمه کې یې د امریکا د «پاتریوت» هوايي دفاعي سیستم د توغندیز او بېپیلوټه الوتکو د هممهاله برید له لارې په نښه کړی او ویجاړ کړی دی.
اعلامیه کې همداراز ادعا شوې چې دوه د تېلو لېږدوونکې بېړۍ چې غوښتل یې د هرمز تنګي په سوېلي برخه کې د “ناامن مسیر” له لارې تېرې شي، د پراخ اورلګېدنې سره مخ شوې چې د چاودنې لامل شوه او دواړه بېړۍ یې درولې دي.
سپاه پاسداران له سمندري شرکتونو غوښتي، چې د خپلو بېړیو او عملو د خوندیتوب لپاره پام وکړي او د امریکا د پوځ په هغو معلوماتو باور ونه کړي چې د دوی په وینا د ناامنو سمندري مسیرونو د کارولو هڅونه کوي.



